ډېر لوستل شوي

“زده‌کړيالان د حکومت راتلونکي اجراييوي کادرونه دي او بايد روزنه کې ورته جدي پام وکړئ”

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي چې د اسلامي امارت مشرتابه د لوړو زده‌کړو وزیر شيح نداء محمد نديم، د دې وزارت مرستیالان، مرکزي رييسان، د دیني جامعاتو او دولتي پوهنتونونو رييسان خپل حضور ته منلي او ورته یې د لوړو زده‌کړو او د پوهنتونونو د چارو په اړه لازمې سپارښتنې کړې دي.

د ښاغلي فطرت په وینا، د اسلامي امارت مشرتابه په دې لیدنه کې د علماوو پر مسوولیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې علما د دین د ساتنې، د خلکو د اصلاح او د ټولنې د سمون دروند مسوولیت لري.

د اسلامي امارت مشرتابه له علماوو او د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتي چې د نظام د ټینګښت لپاره پر اطاعت، اتفاق او وحدت کار وکړي او په خپلو کړنو کې د خلکو لپاره بېلګه واوسي.

د اسلامي امارت مشر د پوهنتونونو مسوولینو ته په ځانګړې توګه ویلي چې محصلین د هېواد راتلونکي اجراييوي کادرونه دي او باید د هغوی د دیني پوهې، مسلکي وړتیا او هر اړخیزې روزنې لپاره جدي پام‌لرنه وشي.

د بیان له مخې، د لوړو زده‌کړو وزارت د کړنو او لاسته راوړنو له شریکولو وروسته، ګډونوالو له اسلامي امارت مشرتابه سره خپل بیعت هم تازه کړی او ژمنه یې کړې چې د نظام د حاکمیت او پیاوړتیا لپاره به هڅې کوي.

اړوند خبرونه