د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د پراختیا لپاره ګڼ اقدامات کړي دي.
د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامې په درېیم مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، په محرومو او لرو پرتو سیمو کې شاوخوا ۳۵۰ مخابراتي انټنونه فعال شوي او د ۱۵۰ نورو د فعالولو چارې روانې دي. د مخابراتي شرکتونو په مالي تمویل هم ۵۰۰ نوي انټنونه فعال شوي دي.
د وياند په وینا، په بېلابېلو سیمو کې ۸۵۱ کیلومتره نوري فایبر شبکه غځول شوې او په ټول هېواد کې د مخابراتي شرکتونو، انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو او اترا ادارې له لوري ۲۹۳۲ مخابراتي ټاورونه جوړ شوي دي.
مولوي ذبيحالله مجاهد زیاته کړې، راستنېدونکو هېوادوالو ته د مخابراتي اسانتیاوو لپاره ۴۹۱ زره او ۱۲۶ سیمکارټونه وېشل شوي او د مخابراتي بازار له لارې په ۱۴۴۷ کال کې ۱۸۴ زره کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شوي دي.

