ډېر لوستل شوي

غزني کې د ناچاوده توکو چاودنې؛ شپږو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د غزني امنیه قومانداني رسنیز دفتر وایي، د دې ولایت په مرکز او قره‌باغ ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو چاودنو په دوو پېښو کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

سرچينه ليکي، لومړۍ پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال، د غزني ښار د نوغي په کلي هغه وخت رامنځته شوه چې په یاده سیمه کې ماشومانو پر ناچاوده توکو لوبې کولې او چاودنه پرې وشوه.

د غزني امنیه قومانداني لیکي، دویمه پېښه چې هغه هم تېره ورځ د قره‌باغ ولسوالۍ په میرحسن کلي کې شوې، له امله یې یوه ۱۲ کلنه ماشومه ټپې شوې ده.

اړوند خبرونه