د کابل والي ملا امینالله عبید د عزیزي انرژۍ له مسوولینو سره په کتنه کې د خاکجبار ولسوالۍ د ۲۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې پر طرحې، تخنیکي چارو او عملي پليکېدو خبرې کړې دي.
د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، په دې ناسته کې د پروژې د پرمختګ، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او په کابل کې د لمریزې برېښنا د تولید د ظرفیت د لوړولو په اړه بحث شوی دی.
د کابل والي د پروژې د چارو پر چټکتیا، کیفیت او اغېزمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دې ولايت مقام به د پروژې د اسانتیا او د اړوندو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د ځمکې د انتقال، په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
د عزیزي انرژۍ مسوولینو هم د پروژې د پلان او راتلونکو اجرااتو په اړه معلومات وړاندې کړي او د عمليکېدو لپاره یې د ادارو ترمنځ پر دايمي همغږۍ ټینګار کړی دی.
د مسوولينو په وینا، د خاکجبار د ۲۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه به د برېښنا د تولید ظرفیت لوړولو او د هېواد د انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مهم رول ولري.

