ډېر لوستل شوي

“د اسلامي امارت په لیکو کې تبعیض، قوم‌پرستي او نژادپرستي ځای نه لري”

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري د یو پلاوي په مشرۍ د بدخشان یفتل ولسوالۍ په اتفاق بازار کې د رامنځته‌شوې شخړې د څېړلو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی. 

د خبرپاڼې له مخې چې د بدخشان ولایت یفتل ولسوالۍ په اتفاق بازار کې د ځایي خلکو او اسلامي امارت ځواکونو ترمنځ شخړه شوې وه چې پکې څو نظامي او ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

ښاغلي نوري او مل پلاوي د یادې سیمې له ځایي علماوو او سپین‌ږیرو سره د فاتحې او کتنې پرمهال ویلي چې د اسلامي امارت په لیکو کې تبعیض، قوم‌پرستي، سمت‌پرستي او نژادپرستي ځای نه لري.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر همداراز ډاډ ورکړی چې د بدخشان خلکو ته د مجاهد او دین‌پروره ملت په سترګه کتل کېږي، او د دې قضیې تر څېړلو وروسته به مجرمین د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

اړوند خبرونه