د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له بېلابېلو لارو هېواد ته ۲۹۸ افغان کډوالې کورنۍ چې ۱۵۰۵ تنه کېږي، راستنې او ثبت شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د ۱۶۸۸ غړو په ګډون ۳۲۳ کورنۍ له تورخم، سپین بولدک او کابل څخه بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ په برخه کې ورته شاوخوا ۱.۴۹ میلیونه افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
همداراز، له ۳۲۱ کورنیو سره ټولټال ۲.۳۸ میلیونه افغانۍ مالي مرسته شوې او راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي، مخابراتي او د عامه پوهاوي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د راپور له مخې، په ننګرهار، فاریاب، سمنګان او نیمروز ولایتونو کې ۸۶۰ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې وېشل شوې چې له دې سره تر اوسه د وېشل شويو ځمکو د نمرو ټول شمېر ۶۶ زره او ۷۷۷ ته رسېدلی دی.

