ډېر لوستل شوي

د کابل د شرطې له ښوونیز مرکزه ۴۳۲ تنه مداومین فارغ شوي

د کورنیو چارو وزارت د کابل د شرطې له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د ۲۴مې دورې ۴۳۲ تنه مداومین د یوې میاشتې اساسي، عقیدوي او مسلکي زده‌کړو له بشپړولو وروسته فارغ شوي دي.

ياد وزارت وايي، د فراغت په مراسمو کې د ښوونې او روزنې لوی قوماندان پاسوال قاري روح‌الله عبیده، د کابل د ښوونیز مرکز قوماندان مل پاسوال مولوي قنداغا سحاق او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی وو.

مسوولینو فارغانو ته د زده‌کړو د عملي کولو، امانتدارۍ، انضباط، اخلاص، مسوولیت‌پالنې او له ولس سره د ښه چلند سپارښتنه کړې او ټینګار یې کړې چې د خلکو باور باید د غوره اخلاقو او مسلکي چلند له لارې پیاوړی شي.

همداراز د مراسمو په ترڅ کې ۴۳۲ تنو فارغانو ته تصدیق‌پاڼې هم وېشل شوې دي.

اړوند خبرونه