ډېر لوستل شوي

د ا.ا وياند: د محمودشاه حبیبي نوم هيڅ زنداني نه‌لرو

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د امریکا د هغو اندېښنو په اړه چې ګواکې امریکايي وګړی محمودشاه حبیبي په افغانستان کې د اسلامي امارت په زندان کې دی ويلي، امریکايي چارواکو ته په مخامخ لیدنو کې څرګنده شوې چې په دې نوم هېڅ زنداني په افغانستان کې نشته.

ښاغلي مجاهد ټینګار کړی چې که محمودشاه حبیبي په افغانستان کې زنداني وی، موضوع به یې تر دې وړاندې حل شوې وی.

بل‌خوا، د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ویلي چې د محمودشاه حبیبي د موندلو او بېرته ستنولو په اړه د معلوماتو لپاره یې تر پنځو میلیونو ډالرو پورې جایزه ټاکلې ده.

اړوند خبرونه