د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند؛ اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي او د کور او ښار جوړولو وزیر، مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د هرات ولایت ښاري پراختیا لپاره جوړ شوی ماسټرپلان د دغه ولایت والي، شیخ نور احمد اسلامجار ته سپارل شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې مراسمو کې د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني؛ د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایتالله بدري؛ د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا محمد یونس اخوند؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، ملا عبدالواحد فضلي او د افغانستان برېښنا شرکت رییس، ملا عبدالحق همکار هم ګډون درلود.
د کور او ښار جوړولو وزارت لیکلي چې دا ماسټر پلان په ۱۶۲ زره ۶۷۲ هکتاره ځمکه یا په اصطلاح ۱۶۲۶ کیلومتر مربع مساحت کې تطبیق کېږي چې د هرات ښار اوسنی او راتلونکی مساحت پکې شامل دی.
سرچینې لیکلي چې په دې ماسټر پلان کې د بېلابېلو تراکمونو استوګنیزې سیمې، سوداګریزې ساحې، مختلطې سیمې، صنعتي، اداري، ښوونیزې، روغتیايي، لوژستیکي، تفریحي او کرنیزې ساحې، د ښاري ترانسپورټ شبکې، شنې سیمې او همدارنګه تاریخي او فرهنګي ساحې شاملې دي.
په خبرپاڼه کې د کور او ښار جوړولو وزیر له قوله د ولایتونو لپاره د ماسټر پلانونو ترتیب او د هغو عملي کېدل د هېواد د متوازن ښاري پراختیا، د ښاري نظم د ټینګښت او د خلکو لپاره د معیاري او مناسبو استوګنیزو او خدماتي چاپېریالونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام بلل شوی دی.

