ډېر لوستل شوي

بغلان کې د کرنیزو اوبو پر سر وسله‌واله شخړه؛ څلور کسان پکې وژل شوي

د بغلان ولایت د تاله‌وبرفک ولسوالۍ په دیوالک سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د کرنیزو اوبو د وېش پر سر وسله‌واله شخړه شوې چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د تاله‌وبرفک ولسوالۍ امنیه قوماندان قاري اسماعیل ایوبي وایي، پېښه د ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې شوې او د شخړې اصلي لامل د کرنیزو اوبو پر سر اختلاف بلل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، امنیتي ځواکونو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د عاملینو د پېژندلو او نیولو هڅې پیل کړې، خو د شخړې ښکېل کسان له سیمې تښتېدلي او تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

اړوند خبرونه