د ایران د کرنې جهاد وزیر «غلامرضا نوري قزلجه» د اسلامي امارت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر، عطاءالله عمري سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو اړوند د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
د افغانستان د کرنې وزیر، مولوي عطاءالله عمري د اصلاح شویو تخمونو، کرنیزو ماشینونو، نباتي او حیواني روغتیا، مالدارۍ، لبنیاتو، حیواني خوراکي توکو، کرنیزو څېړنو، اوبولګولو او د ټکنالوژۍ لېږد په برخو کې د عملي او اوږدمهاله همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
ښاغلي عمري همداراز وړاندیز کړی چې د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوي دې د تېرو ناستو د ۱۶ هوکړو او ژمنو پر عملي کولو کار پیل او د هغو پلي کېدو زمینه برابره کړي.
بلخوا د ایران د کرنې وزیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د حیواني روغتیا، غوښې او هګیو، درملو، کرنیزو ماشینونو او وسایلو، کبروزنې، اوړو، خوړو خوندیتوب، زدهکړو، نوې کرنیزې ټکنالوژۍ او اوبولګولو په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې همداراز له افغانستان څخه ایران ته د وزې او وري تازه غوښې پر صادراتو او له ایران څخه افغانستان ته د چرګانو غوښې، هګیو او چرګوړي پر صادراتو هم خبرې شوې دي.

