ډېر لوستل شوي

میدان وردګو کې ۴۳ بندیان ازاد او د ۳۹ نورو د بند موده راکمه شوه

د زمري ۲۴مې په مناسبت، د اړوندو مراجعو د پرېکړې له مخې، د میدان وردګو له زندان څخه ۴۳ بندیان ازاد او د ۳۹ نورو بندیانو د بند موده راکمه شوې ده.

د میدان وردګو د زندان مسؤل ملا محمد هاشم حقاني ویلي، دغه پرېکړه د «فتحې ورځې» په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین د لارښوونې او د سترې محکمې د عالي مقام د تأیید پر بنسټ شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، د بندیانو د قانوني چارو او اړوندو پرېکړو د عملي کولو بهیر د نافذه اصولو او د مسؤلو مراجعو د لارښوونو له مخې ترسره شوی دی.

اړوند خبرونه