ډېر لوستل شوي

چین کې د دې پېړۍ ستر سېلابونه راوتلي

د چین دولتي خبري اژانس خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې تېره ورځ د پېړۍ تر ټولو سترو سېلابونو خلکو ته ګڼ زیانونه اړولي دي.

ددغو سېلابونو له کبله په ګوانګ دونګ ولایت کې ۱۱ کسان نادرکه شوي دي. د چين دولتي رسنیو ویلي چې دا ددې پېړۍ تر ټولو خطرناک سېلابونه وو چې له کبله یې لسګونه زره کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د چين د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې ویلي چي په ټول ولایت کي څه د پاسه ۵۳ زره انسانان د احتیاط له پاره ډاډمنو ځایونو ته لېږدول شوي.

د چین د هوا پیژندنې ادارې د گوانگ دونگ په ساحلي سیمه او همدارنگه لویو ښارونو لکه هانگ کانگ او شیان چین کې د سختو بادونو او خرابې هوا له امله خبرداری ورکړی دی. چین کې تېر ۲۰۲۳ کال کې هم درنو اورښتونو او سېلابونو لسګونه کسان وژلي او سلګونه نور یې زیانمن کړي وو.

اړوند خبرونه