ډېر لوستل شوي

سرپل ته د ټولګټو وزیر سفر؛ “د ساتنې او څارنې پروژې دې وخت پر وخت له نږدې وڅارل شي”

د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني د یو تخنیکي ټیم په ملتیا په سرپل ولایت کې د دغه وزارت له لوري تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه کړې ده.  

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې ښاغلي ثاني د دې سفر پرمهال د سرپل ولایت د حلقوي سړک ۱۲ کیلومتره پروژې، د سانچارک – بلخاب ۲۵ کیلومتره سړک، د سرپل – فاریاب د ۳۰ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې ده. 

د خبرپاڼې له مخې چې د ټولګټو وزیر د يادو پروژو تطبیق کوونکو ټيمونو او د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته د کاري چټکتيا، غوره کیفیت او د تخنيکي مشخصاتو سره سم په ټاکلي وخت د پروژو بشپړولو په هکله لازمې لارښوونې کړې‌ او ټینګار يې کړی چې د با کيفيته موادو څخه دې د پروژو په تطبيق کې ګټه واخیستل شي. 

د ټولګټو وزیر همداراز په سرپل ولایت کې د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن کنټرول تلو (ترازوګانو) فعالیت هم ارزولی او د چارو د لا ښه‌والي په موخه یې لازمې لارښوونې کړې دي.  

ملا محمد عیسی ثاني همداراز د سرپل ولایت مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د ساتنې او څارنې پروژو په تطبيق کې دې جدي پاملرنه وشي او د پروژو چارې دې وخت پر وخت له نږدې وڅارل شي.

اړوند خبرونه