د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني وايي، افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د درېیو سترو امپراتوریو پر وړاندې د بريا تاریخ ثبت کړی دی.
د اميد راډيو خبريال د دفاع وزارت له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کاليزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ښاغلي خليفه په حواله ويلي، د خپلواکۍ اصلي معنا هغه مهال څرګندېږي چې په هېواد کې سراسري امنیت، اقتصادي وده، ټولنیز عدالت او تلپاتې ثبات وي.
د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د خپلواکۍ د ساتنې لپاره د امنیت ترڅنګ کاري فرصتونه، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکې، د خصوصي سکتور پیاوړتیا او د ځوانانو لپاره د زده کړو او کار زمینه برابرول اړین دي.
د ښاغلي حقاني په وينا، افغانستان اوس د امنیت په برخه کې د هر ډول مخالف او دښمن پر وړاندې د ځواب ویلو توان لري.
نوموړي پر مخالفینو غږ کړی چې له مخالفت او د ځان او کورنۍ له تباه کولو ډډه وکړي او د هېواد په ابادۍ او د نظام په پرمختګ کې ونډه واخلي.
خليفه سراجالدين حقاني همداراز د دیني او عصري زدهکړو د پیاوړتیا او د نوې ټکنالوژۍ په مرسته د ځوان نسل د روزنې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د خپلواکۍ ورځ باید یوازې تر شعارونو او غونډو محدوده نه شي، بلکې د هېواد د پرمختګ لپاره باید په عملي اقداماتو ولمانځل شي.

