ډېر لوستل شوي

ای‌سي‌اېس‌اېس: د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد تګلاره دې بیا وکتل شي

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټېوټ (‌ICSS) مشر عبدالله خان د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد پر روانې تګلارې د ملي بحث غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان اوسنی سخت دریځ د اسلامي امارت د کمزوري کولو پر ځای، د افغانستان عام خلک له پاکستانه لرې کوي.

نوموړي د افغانانو، په ځانګړې توګه په پاکستان کې د زده‌کړو او کار بوختو ښځو د بېرته ستنولو پر پالیسۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي، که د اسلام‌اباد ستونزه له اسلامي امارت سره وي، نو داسې اقدامات باید ونه‌شي چې د افغانستان خلک د پاکستان پر وړاندې ودروي.

عبدالله خان ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست باید د دغه هېواد د ملي ګټو، امنیت او د پاکستاني امنیتي ځواکونو د ژوند د خوندیتوب پر بنسټ جوړ شي.

د نوموړي په باور، اوسنی سخت دریځ د پاکستان د ګټو او امنیت لپاره هم زیانمن تمامېدای شي.

اړوند خبرونه