ډېر لوستل شوي

پزشکيان: له افغانستان سره اقتصادي اړیکې باید له اوسني حالت لوړې شي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ستراتیژیک اهمیت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو کچه باید له اوسني حالت څخه لوړه شي.

په کابل کې د ايران سفارت په وينا، پزشکیان د ایران په يوې غونډه کې پر اړوندو اجراييه ادارو غږ کړی چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې شته خنډونه په جدي توګه هوار کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو اقتصادي همکاریو ته باید لا پراختیا ورکړل شي او د سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیا لپاره عملي ګامونه پورته شي.

اړوند خبرونه