ډېر لوستل شوي

سمنګان ته د ټولګټو وزیر سفر؛ د ایبک – روی دو آب سړک او یو شمېر نورو پروژو چارې ارزول شوې

د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني د یو تخنیکي ټیم په ملتیا په سمنګان ولایت کې د دغه وزارت له لوري تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه کړې ده.  

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې ښاغلي ثاني د دې سفر پرمهال د ایبک – روی دو آب سړک او یو شمېرنورو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه کړې او د یادو پروژو د چارو روان بهیر او پرمختګ یې ارزولی دی.

نوموړي په دغه سفر کې د یادې پروژې د قراردادي شرکت مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د چارو د چټکتیا په موخه دې په ساحه کې د ماشینرۍ شمېر زیات کړي، ترڅو د سړک رغنیزې چارې په ټاکلي وخت بشپړې او هېوادوالو ته د تګ راتګ لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د خبرپاڼې له مخې چې د ایبک – روی دو آب مسیر د ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزو چارو له بشپړېدو او د پاتې برخو د رغنیزو چارو په دوام سره به سمنګان ولایت له بامیان ولایت سره ونښلول شي.

اړوند خبرونه