د کورنیو چارو وزارت وزیر خلیفه سراجالدین حقاني له پنجشېر ولایت وروسته بامیانو ته سفر وکړ او د دغه ولایت مقام په جومات کې یې د بامیانو له بېلابېلو ولسوالیو څخه راغلو قومي مخورو، علماوو، د ولایت له منسوبینو او مسوولینو سره کتلي دي.
د ناستې په پیل کې د بامیانو والي قاري ګل حیدر شفق راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه. نوموړي بامیان د هېواد په کچه د یووالي او ګډ ژوند یوه ښه بېلګه وبلله او ویې ویل چې د دغه ولایت خلک په امن، ورورولۍ او متقابل درناوي کې ګډ ژوند کوي.
خلیفه سراجالدین حقاني د افغانستان اوسنی امنیت او ثبات د هېواد ستره پانګه وبلله او ویې ویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. نوموړي زیاته کړه چې د قوم، سمت او ژبې پر بنسټ د افغانانو ترمنځ د بېلتون هڅې د بهرنیو مغرضانه کړیو دسیسې وې؛ خو افغان ولس اوس د یوه نظام تر چتر لاندې د یووالي، ورورولۍ او ملي اتحاد د لا پیاوړتیا پر لور روان دی.
د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د هېواد د امنیت، ثبات او ملي یووالي ساتنه د حکومت او ولس ګډ مسوولیت دی او د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره باید ټول افغانان په ګډه هڅې وکړي.
وروسته خلیفه صاحب حقاني د بامیان له قومي مشرانو او مخورو سره په جلا ناسته کې د هغوی خبرې، مشورې او غوښتنې واورېدې او د مطرح شوو موضوعاتو د تعقیب او حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

