ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ایران د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال میراجان سلیمان‌خېل، د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له مرستیال قدیر قیافه سره په تهران کې لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو عبدالله رحیمي، ذبیح‌الله صمیم، حمیدالله حبیبي، محمد خالد مجید او کمال‌الدین توحید او په ایران کې د افغانستان د اسلامي امارت د سوداګریزو چارو اتشه معین‌جان خوافي هم ګډون کړی وو.

ددې لیدنې موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا، د ګډو پانګونو هڅول، د ګډ تولید د کچې لوړول او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پیاوړتیا وه.

د خبرو پر مهال دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د شته اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د رامنځته کولو، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي، د ګډو پانګونو او صنعتي او تولیدي همکاریو د پراختیا په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په پای کې، دواړو لورو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې ترمنځ د یوې ګډې کاري ډلې پر جوړولو هوکړه وکړه، څو د سوداګرۍ او پانګونې اړوند موضوعات او د دواړو هېوادونو د سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې په منظم ډول تعقیب او د حل لپاره یې عملي لارې چارې ولټول شي.

اړوند خبرونه