د واشنګټن نږدې ختیځ پالیسۍ انسټیټیوټ په یوه څېړنه کې د اسلامي امارت لومړنۍ او اوسنۍ واکمنۍ سره پرتله کړې او د دواړو دورو ترمنځ یې یو شمېر توپیرونه په ډاګه کړي دي. د یادې څېړنې پر بنسټ که څه هم د امارت پخوانۍ دوره له نړیوالې انزوا سره مخ وه، خو اوسمهالې دورې یې په تېر پنځه کلن بهیر کې له لسګونو هېوادونو سره په ډېرو برخو کې تعامل کړی او ځان یې رسمیت پېژندنې ته نږدې کړی دی. د اسلامي امارت لومړۍ دوره یوازې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو حکومت په رسمي ډول په رسمیت پېژانده. په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د امارت له بیا واکمنېدو سره، که څه هم په لومړیو کلونو کې هېڅ هېواد نوی حکومت په رسمیت نه و پېژندلی، خو اسلامي امارت په تدریجي ډول نړیوال تعامل، سیمهییزې ډیپلوماسۍ او اقتصادي اړیکو ته مخه کړه او په دې برخو کې یې خپله ښکېلتیا ثابته کړه. د واشنګټن نږدې ختیځ پالیسۍ انسټیټیوټ په دې څېړنه کې دا تحول د (ډیفکټو پېژندنې) په مفهوم تشریح شوی دی.
د ۲۰۲۲ کال تر اګسټ پورې اسلامي امارت له لږترلږه ۳۵ هېوادونو سره ۳۷۸ ډیپلوماټیکې لیدنې اعلان کړې وې، خو په څو اړخیزو ناستو کې له ګڼو هېوادونو سره بیا بیا کتنو دا شمېر نږدې ۴۵۰ کړ. د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر فبرورۍ پورې اسلامي امارت له ۸۰ هېوادونو سره نږدې ۱۳۸۲ مستقیم تعاملات درلودل، چې د څو اړخیزو ناستو په ګډون یاد شمېر ۱۵۸۲ تعاملاتو ته لوړ شو. له نړۍ سره تر ګڼو تعاملونو وروسته، د ۲۰۲۵ زېږدیز کال، جولای میاشتې پر درېیمه نېټه، روسیه لومړنی هېواد شو، چې د ۲۰۲۱ کال له واکمنېدو وروسته یې اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده. له دې سره سم د افغانستان موقف له ډیفکټو حالت څخه واوښت او د یوه هېواد له لوري د رسمي حکومت په توګه وپېژندل شو. لومړی امارت؛ محدود رسمي مشروعیت او ننګونې د اسلامي امارت لومړۍ پنځه کلنه دوره ( ۱۹۹۶ز.–۲۰۰۱ز. ) پر داسې چاپېریال واکمنه وه، چې افغانستان تازه له کورنیو جګړو راوتی و. په پنجشېر او نورو ځایونو کې خال خال نښتې وې او د اسلامي امارت مسئوولین له القاعدې سره په اړیکو تورنېدل. د دې ترڅنګ د بشري حقونو په اړه هم نړیوالو اندېښنه درلوده. دا ټول هغه لاملونه وو، چې د لومړي امارت تعامل یې محدود ساتلی و. هغه وخت اسلامي امارت د ملګرو ملتونو څوکۍ، پراخ ډیپلوماټیک حضور او حتا د نړیوالو قدرتونو له لویې برخې سره عادي سیاسي اړیکې هم نه درلودې. په یاده دوره کې نه یوازې دا، چې اسلامي امارت نړیوالو په رسمیت نه پېژانده، بلکې تر دې لویه ستونزه دا وه، چې امارت د دولت عادي ډیپلوماسۍ لپاره هم د نړیوال تعامل اړین بنسټونه نه درلودل. اوسنی امارت؛ له وسلهوالو مبارزو تر ډیپلوماټیکې حکومتولۍ پورې د ۲۰۲۱ کال له واکمنېدو وروسته د اسلامي امارت له لومړۍ دورې سره تر ټولو لوی توپیر دا و، چې د سیاست په ډګر کې یې په پراخه کچه له یوې مهمې وسیلې یعنې ډیپلوماسۍ څخه کار واخیست او ښايي د دې کار زمینه په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د دوحې مذاکراتو ورته برابره کړې وي.
د اسلامي امارت مشرانو له امریکایي استازو سره لسګونه لیدنې درلودې. د دې ترڅنګ د اسلامي امارت مشران د لومړۍ دورې په پرتله ډېر له جرګو، مرکو همداراز د جګړې او سولې له تګلارو سره بلد وو. د دوحې مذاکرات د پراخو دولتونو، سازمانونو او نړیوالو رسنیو په وسیله لاس په لاس شول، چې اسلامي امارت ته یې پراخ لیدلوری ورکړ. د اسلامي امارت تګلاره دا وه، چې د رسميت ترلاسه کولو مخکې د تعامل له لارې د خپل حکومت منل کېدو ته زمینه برابره کړي. یعنې لومړۍ موخه یې دا نه وه، چې ټول هېوادونه پر یوه وخت د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې اعلان وکړي؛ بلکې موخه یې دا وه چې له بېلابېلو هېوادونو سره سیاسي، اقتصادي، امنیتي او قونسلي اړیکې دومره عادي شي، چې رسميت پېژندنه هم د عادي پروسې برخه وګرځي. له همدې امله یاد انسټیټوټ له ۲۰۲۲ وروسته افغان حکومت ته د (ډیفکټو پېژندنې) اصطلاح کاروي. یعنې حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو له ګڼو دولتونو سره عملي ښکېلتیا لري. د ډیپلوماسۍ پراخېدونکی جغرافیایي کمربند د دې تحول تر ټولو روښانه شاخص د ډیپلوماتیکو تعاملاتو شمېر دی. لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه؛ د ۲۰۲۲ کال تر اګسټ پورې له ۳۵ هېوادونو سره ۳۷۸ اعلان شوې لیدنې او په څو اړخیزو ناستو کې د بیا ګډون له محاسبې سره ۴۴۰ تعاملات ثبت شوي وو. د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر فبرورۍ پورې دا شمېر له ۸۰ هېوادونو سره د ۱۳۸۲ مستقیمو تعاملاتو او د څو اړخیزو ناستو په ګډون ۱۵۸۲ تعاملاتو ته لوړ شو.
په دې لړ کې چین، ترکیه، ایران، قطر، پاکستان، ازبکستان، روسیه، ترکمنستان، جاپان او سعودي عربستان د تر ټولو ډېرو تعاملاتو له مخې د مهمو شریکانو په توګه راڅرګند شوي وو. د واشنګټن نږدې ختیځ پالیسۍ انسټیټیوټ د ۲۰۲۴ کال معلوماتو له مخې، اسلامي امارت له چین سره ۲۱۵، له ترکیې سره ۱۹۴ او له ایران سره ۱۶۹ تعاملات لرل. دا شمېرې یوازې د لیدنو – کتنو احصائیه نه ده؛ بلکې د افغانستان د بهرني سیاست د جغرافیې د بدلون زېری هم دی. په لومړي امارت کې د طالبانو بهرنی چاپېریال په څو محدودو هېوادونو پورې تړلی و؛ خو په دویم امارت کې د تعامل جغرافیه له خلیج څخه منځنۍ اسیا، چین، روسیې، هند، ترکیې او حتا اروپايي هېوادونو ته وغځېده. کابل، دوحه او سیمهییز فورمونه؛ د نوې ډیپلوماسۍ درې مرکزونه د اسلامي امارت د ډیپلوماسۍ په پراختیا کې کابل یوازینی مرکز نه و. دوحه د لوېدیځ او اسلامي امارت ترمنځ د غیررسمي او نیمه رسمي تعامل مهمه دریڅه پاتې شوې ده. د دې ترڅنګ سیمهییزو او څو اړخیزو غونډو هم د اړیکو د پراخېدو لپاره مهم فرصتونه برابر کړل.
د انتالیا ډیپلوماټیک فورم، د چین په ټونشي کې د ګاونډیو هېوادونو غونډه، د تاشکند نړیوال کنفرانس او وروسته د مسکو فورم په څېر ناستو اسلامي امارت ته زمینه برابره کړه، له هغو هېوادونو سره هم اړیکې جوړې کړي چې مخکې یې ورسره مستقیم تعامل محدود و.
له سفارتونو تر کونسلګریو د رسمیت پېژندنې ترڅنګ د سفارتونو وضعیت هم د امارت اوسنۍ دورې د ډیپلوماسۍ بدلون مهم شاخص دی. د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په لومړیو کې چین، ایران، هند، پاکستان، قطر، ترکیې، روسیې او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو په کابل کې خپل ډیپلوماټيک حضور ساتلی یا یې بېرته فعال کړی و. په مقابل کې یې اسلامي امارت هم په یو شمېر هېوادونو کې خپل سفارتونه فعال کړل. دا وضعیت ښيي، چې هېوادونه که یو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو سفارتي، اقتصادي او قونسلي تعاملات به ورسره لري؛ نو که یې لنډه ووایو، اسلامي امارت د رسمیت او تعامل واټن راکم کړی دی. افغان حکومت له ډیفیکټو څخه ډیجوري ته نږدې شوی د یاد بهیر تر ټولو مهم ټکی دا دی، چې روسيې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال، جولای میاشتې پر درېیمه نېټه اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده او د افغانستان د سفیر باورلیک یې ومانه. دا د ۲۰۲۱ کال له واکمنېدو راوروسته د یوه دولت له خوا د اسلامي امارت لومړنۍ رسميت پېژندنه وه.
مسکو دغه ګام د امنیت، له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره د مبارزې، اقتصاد، انرژۍ، ترانسپورټ، کرنې او ځمکنیو زېرمو په برخو کې همکاریو د پراختیا لپاره مهم وباله. د روسیې له خوا د دې ګام اهمیت یوازې په دې کې نه دی، چې یوه هېواد اسلامي امارت پر رسمیت وپېژانده، بلکې اصلي اهمیت یې دا دی، چې تر ۲۰۲۱ زېږدیز کال وروسته د نړیوال مشروعیت بحث په جوړښت کې یو نوی باب پرانیستل شو. د روسیې پرېکړه باید یوازې د افغانستان د داخلي سیاست له زاویې ونه کتل شي، بلکې دا پرېکړه د مسکو له سیمهییزې ستراتیژۍ سره هم تړاو لري. د داعش خوارجو ډله، د مرکزي اسیا امنیت او د ترهګرۍ د احتمالي خپرېدو موضوعات د مسکو لپاره حیاتي دي. له بلې خوا افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي نښلوونکي په توګه د روسیې لپاره اقتصادي اهمیت لري. یاد هېواد د رسمیت پېژندنې ترڅنګ د امنیت، له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره د مبارزې او اقتصادي پراختیا په برخو کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی. د اسلامي امارت د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا؛ د اسلامي امارت د بهرني سیاست د ملاتړو په اند، د دې ډیپلوماسۍ تر ټولو مهم قوت د «متوازن بهرني سیاست» اصل دی. د افغانستان اوسني حکومت تل هڅه کړې، چې له چین او روسیې سره اړیکې پراخې کړي، له ایران او منځنۍ اسیا سره اقتصادي او امنیتي تعامل وساتي، له هند سره اړیکې بېرته فعالې کړي، له خلیجي هېوادونو سره سیاسي اړیکې لا ښې کړي او په عین وخت کې له امریکا او اروپايي هېوادونو سره د اړیکو دروازې بندې نه کړي.
د اسلامي امارت د لومړۍ او دویمې دورې بنسټیز توپیرونه که دا پرتله په لنډه توګه بیان کړو، نو ویلای شو چې امارت په خپله لومړنۍ دوره کې د بهرني مشروعیت ترلاسه کولو لپاره له محدودو دولتونو سره پر سیاسي نږدېوالي تکیه کوله؛ اوسنی امارت هڅه کوي، چې د پراخې سیمهییزې او نړیوالې ډیپلوماسۍ، اقتصادي تعامل او تدریجي عادي کېدو له لارې مشروعیت تر لاسه کړي. په لومړۍ دوره کې د نړیوالو اړیکو جغرافیه او رسميت پېژندنه تر درېیو هېوادونو محدوده وه. په اوسنۍ دوره کې که څه هم په لومړیو کې رسمیت پېژندنه صفر وه، خو عملي تعامل په چټکۍ پراخ شو، چې په پایله کې یې روسیې په ۲۰۲۵ کې اسلامي امارت د حکومت په توګه په رسميت وپېژانده. د امارت په لومړۍ دوره کې افغانستان د نړیوال نظام له مرکزونو څخه نږدې بهر و؛ خو اوس له نړیوالو سره د اړیکو د جوړولو لپاره په سیمهییزو او څو اړخیزو فورمونو کې فعاله ډیپلوماسي لري. همدا بنسټيز توپیرونه یو ډیفکټو یا له نړیوالو سره تعاملکوونکی حکومت، له منزوي حکومت څخه بېلوي.
#امیدراډیو

