ډېر لوستل شوي

سمنګان کې ۵۰۰ کیلویي روسي بم کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شوی

د سمنګان ولایت د فیروز نخچین ولسوالۍ په اوزان کلي کې د ماین‌پاکۍ تخنیکي ټیم یو ۵۰۰ کیلویي روسي بمب کشف او له سیمې څخه تر خوندي انتقال وروسته یې له منځه وړی دی.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي اداره وایي، دا بم د سیمې د یوه اوسېدونکي له خبرتیا وروسته کشف شوی.

د ډافا (DAFA) ماین‌پاکۍ مؤسسې د چټک غبرګون تخنیکي ټیم د سمنګان د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ریاست په همغږۍ سیمې ته ورغلی او د OFAB-500 ShR ډوله ناچاوده بم د کشف او له منځه وړلو عملیات یې ترسره کړي دي.

د مسوولینو په وینا، د دې بم په خوندي ډول له منځه وړلو سره د سیمې اوسېدونکي له یوه جدي احتمالي خطر څخه خوندي شوي دي.

 د ماین‌پاکۍ مسوولینو له خلکو غوښتي چې د ماینونو، ناچاوده مهماتو او یا نورو شکمنو توکو د لیدلو پر مهال له لمس کولو او نږدې کېدو ډډه وکړي او سم‌لاسي اړوندو مسوولینو ته خبر ورکړي.

اړوند خبرونه