عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د بلخ عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسوولینو هلته له ۲۰۷ خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه څارنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې څارنې په پایله کې له روغتیايي قوانینو او مقرراتو څخه د سرغړونې له امله ۱۵ درملتونونه، ۱۰ د درملو عمده پلورنځي، ۴ روغتونونه، ۴۳ روغتیایي کتنځي، ۱۲ لابراتوارونه، ۲ د ایکسرې مرکزونه، ۹ OPD کلینیکونه او ۶ د دودیز طبابت مرکزونه تړل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د دې څارنې په پایله کې همداراز ۱۵۹ قلمه له نېټې تېر او بېکیفیته درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته لېږدول شوي دي.
بلخوا د ننګرهار مسوولینو په جلال اباد ښار کې د ۴۵۰ کیلوګرام تاریختېر او بې کیفیته درملو له کشف او ضبط کېدو خبر ورکړی دی.
د مسوولینو په وینا چې د دې څارنې په پایله کې د درملو یو شرکت هم مهرلاک شوی دی.

