ډېر لوستل شوي

افغان ټکنالوژۍ پوه د «ټاټوبي» په نوم نوی پیغام‌رسوونکی اپلېکېشن جوړ کړی

بهر مېشتي افغان ټکنالوژۍ پوه، حنان حبيب‌زي د «ټاټوبي» په نوم نوی پيغام‌رسوونکی اپلېکېشن جوړ کړی دی.

د دې اپلېکېشن جوړوونکي اميد راډيو ته ويلي، په «ټاټوبي» کې د کاروونکو محرمیت او د معلوماتو خونديتوب ته ځانګړې پام‌لرنه شوې او د کاروونکو معلومات په بهرنیو یا درېیم‌ګړي ډیټابېسونو کې نه ساتل کېږي، بلکې د هر کاروونکي موبایل د هغه د معلوماتو د ساتنې اصلي ځای دی.

حنان حبیب‌زی وايي، دا د کاروونکو لپاره د معلوماتو د خونديتوب په برخه کې یو نوی ګام دی او په راتلونکې کې به دې اپلېکېشن ته نورې ځانګړتیاوې هم ورزیاتې شي.

اړوند خبرونه