د میدانوردګو مسوولین وایي، د ی اد ولایت په نرخ، سیداباد او جغتو ولسوالیو کې د ۲ میلیون ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه فعال شوي دي.
د امید راډیو خبریال د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست د مسوولینو په حواله ویلي چې د نویو روغتیايي مرکزونو په فعالېدو او د ولایتي روغتون سمبالېدو سره به د خلکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او د خدمتونو کیفیت ښه شي.
د مسوولینو په وینا چې د دې ترڅنګ د میدانوردګو ولایتي روغتون ته د اووه میلیون افغانیو په ارزښت طبي تجهیزات سپارل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې په دې کې د ایکسرې او الټراساونډ ماشینونه، ECG، د ناروغانو د څارنې وسایل او یو شمېر لابراتواري تجهیزات شامل دي.

