د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی چې په لغمان کې د سلام مخابراتي شبکې د مرکز او علیشنګ ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د ۸ مخابراتي سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شوی دی.
د ياد وزارت ویاند عنایتالله الکوزی وایي، د دې کار موخه د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د کیفیت ښهکول او د ۴جي خدمتونو پراخول دي.
ښاغلی الکوزی زیاتوي، په نورو سیمو کې هم د مخابراتي شبکو د پوښښ او ظرفیت لوړولو چارې روانې دي، څو هېوادوالو ته لا ښه او معیاري خدمتونه برابر شي.

