عدليې وزارت خبر ورکړی چې د بلخ د «خوادي پروژې» ۶۷۰ جريبه ځمکه د اړوندو اسنادو او مدارکو له ارزونې وروسته د امارتي ملکيت په توګه تثبيت شوې ده.
د ياد وزارت وياند قاري برکتالله رسولي وايي چې ياده ځمکه د مزارشريف ښار په نهمه ناحيه کې مقعيت لري.
د ښاغلي رسولي په وينا، دا ځمکه د شمال زون د امارتي غصب شويو ځمکو قضيو ته د رسېدنې اخصتاصي محکمې په دقيقه توګه له ارزونې وروسته د شرعي حکم پر بنسټ د امارتي ملکيت په توګه تثبيت کړې ده.
مسوولينو ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د امارتي ځمکو د تثبیت او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو بهیر دوام لري.

