د ازموینو عمومي ادارې خبر ورکړی چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د اکمال تخصص ریاست په مرکز او ولایتونو کې د تخصص ټرېني بستونه اعلان کړي دي.
د یادې ادارې ویاند ناصر خان شېرزی وایي، هغه ډاکټران چې د ۱۴۰۴ کال د اکمال تخصص په ازموینه کې بریالي شوي او د نوملیکنې شرایط پوره کوي، کولای شي د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې دغو بستونو ته نوملیکنه وکړي.
د ښاغلي شېرزي په وینا، د تخصص ټرېني بستونو ازموینه به د ازموینو عمومي ادارې له لوري په شفاف ډول ترسره شي.
د ازموینو عمومي ادارې د معلوماتو له مخې، د تخصص ټرېني بستونو ازموینې په بېلابېلو ولایتونو کې هم ترسره شوې دي.

