ډېر لوستل شوي

ملا نورالدین ترابي او «تورهان صالح» د بشري همکاریو په اړه خبرې کړې

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) رییس، ملا نورالدین ترابي د اسلامي امارت پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې له رییس، ملا نورالدین ترابي سره کتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د بشري همکاریو او له مرستندویه ادارو سره د تعامل په اړه خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي ترابي له قوله راغلي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو لپاره یاده اداره له مرستندویه موسسو سره تعامل او همکاري لري او د هغوی په چارو کې له لاسوهنې پرته اړینې اسانتیاوې برابروي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) رییس ویلي چې دوی له ټولو اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول د پېښو پر وړاندې مبارزې چمتووالي ادارې سره روښانه او مدیریت شوې اړیکې لري.

نوموړي دا هم ویلي چې په زابل او روزګان ولایتونو کې د یو پل د ترمیم پروژه او د پېښو خطرونو مخنیوي څو نورو پروژو طرحې وروستۍ شوې او په وینا یې چې اسناد به راتلونکو ورځو کې د تفاهم‌نامې د لاسلیک او پلي‌کېدو لپاره له یادې ادارې سره شریک شي.

اړوند خبرونه