ډېر لوستل شوي

درېیو ولایتونو کې د عمومي روغتونونو جوړولو پروژې منظورې شوې

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت د تدارکاتو کمېسیون په خپله وروستۍ ناسته کې په میدان وردګو، بدخشان او کندوز ولایتونو کې د درېیو عمومي روغتونونو د جوړولو پروژې منظورې کړې دي.

ياد معاونيت ويلي، د دې روغتیايي مرکزونو د جوړولو لپاره د ۲۰۸ میلیونه افغانیو بودجه ځانګړې شوې چې لګښت به یې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویل شي.

د منظور شویو پروژو له مخې، یو روغتون به د میدان وردګو د چک ولسوالۍ، بل د بدخشان د شغنان ولسوالۍ او درېیم روغتون به د کندز د قلعه‌ذال ولسوالۍ کې جوړ شي. تمه ښودل شوې چې د دې روغتونونو په جوړېدو سره په یادو ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو لاس‌رسی پراخ او د سیمې اوسېدونکو ته د درملنې اسانتیاوې برابرې شي.

اړوند خبرونه