ډېر لوستل شوي

د پاکستان له بندخونو۶۴۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته ستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې له پاکستاني زندانونو ۶۴۰ افغان کډوال راخوشې او د تورخم او سپین بولدک له لارې بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

ياد وزارت وايي، په خوشې شویو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او فردي کسان شامل دي چې د بېلابېلو مودو لپاره په پاکستان کې بندیان وو.

د مسوولينو په وينا، ياد کسان له ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته هم لېږدول شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې په بهر کې د افغان کډوالو د حقونو او ازادۍ د خوندیتوب لپاره هڅې کوي او هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو ژمنه لري.

اړوند خبرونه