د لوګر ولایت د مرکز اړوند د ګمبزې په سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسانو خپل ژوند بايللی او درې نور ټپیان دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ وايي، د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او هلته تر درملنې لاندې دي. مسوولينو له موټرچلوونکو غوښتي چې ټرافیکي قوانین او اصولو مراعات کړي او له چټکۍ تګ څخه ډډه وکړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

