ډېر لوستل شوي

میرضیایف: له افغانستان سره به د اوزبېکستان رغنده سیاست دوام ولري

د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، هېواد یې د خپل ګاونډي افغانستان په اړه خپلې رغنده تګلارې ته دوام ورکوي.

میرضیایف د اوزبېکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کالیزې په مراسمو کې ویلي، تاشکند به د افغانستان په اړه د خپلې متوازنې او څو اړخیزې بهرنۍ تګلارې پر دوام ټینګار وکړي.

هغه زیاته کړې، اوزبېکستان به له ۲۰۲۷ تر ۲۰۲۹ کال پورې د لومړي ځل لپاره د ناپېیلو هېوادونو د غورځنګ مشري هم وکړي او د دغه سازمان د اغېزمنتیا لپاره به نوښتونه وړاندې کړي.

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت تر بیا واک ته رسېدو ورورسته، اوزبېکستان له افغانستان سره د سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په برخه کې رغنده رول لوبولی دی.

اړوند خبرونه