ډېر لوستل شوي

غزنې کې د اور لمبې تر پراخېدو مخکې مهار شوې

د غزني د واغظ ولسوالۍ په سعادت‌کلا کلي کې تېره شپه ناوخته په یوه استوګنیز کور کې د بې‌احتیاطۍ له امله لګېدلی اور له پراخېدو مخکې مهار شوی دی.

د غزني امنیه قومانداني وایي، د پېښې له خبر ترلاسه‌کېدو سره سم د اور وژنې مدیریت ټیم سیمې ته رسېدلی او اور یې په وخت مهار کړی دی.

د مسوولينو په وینا، په دې اورلګېدنه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی او د اور وژنې ټیم پر وخت رسېدو د پراخو مالي زیانونو مخه هم نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د واغظ ولسوالۍ په سیدوالو کلي کې د يادې قوماندانۍ د اور وژنې ټيم لګېدلی اور مهار کړی.

اړوند خبرونه