ډېر لوستل شوي

تېره میاشت کابل کې ۹۴۳ کیلوګرام «تاریخ‌تېر» او بې‌کیفیته توکي راټول شوي

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست تېره اسد میاشت په کابل ښار کې د خوراکي توکو له ۴۴۴ تاسیساتو څخه څارنه کړې ده. 

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا څارنه د خوراکي توکو د خوندیتوب تأمین او بازار ته د تاریخ‌تېر او غیرمعیاري محصولاتو د وړاندې کولو مخنیوي په موخه شوی دی.

روغتیا وزارت لیکلي چې د دې څارنې په پایله کې ۹۴۳ کیلوګرام له نېټې تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي راټول شوي او د خوراکي توکو د کیفیت تثبیت په موخه ۱۰ مشکوکې نمونې لابراتوار ته استول شوې دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د دې ترڅنګ د څښاک اوبو خوندیتوب ارزونې په موخه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې له یو شمېر خصوصي او ګرځنده اوبو رسوونکو شرکتونو او د اوبو له سرچینو څخه د اوبو نمونې اخیستل شوې او لابراتوارونو ته استول شوې دي.

اړوند خبرونه