د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په څلورم مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي، اوس مهال په ټول هېواد کې له ۱۰ میلیونو ډېر زدهکوونکي او زدهکړيالان په بېلابېلو ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې پر زدهکړو بوخت دي.
د اميد راډيو خبريال په ياد کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، د هېواد په کچه ۲۳۸ ښوونیز مرکزونه رغول شوي او له ۲ میلیونو ډېر طالبان په دیني مدرسو کې زدهکړې کوي.
د نوموړي په وینا، له ۹۳ زرو ډېرو کسانو ته د سواد زدهکړې زمینه برابره شوې او په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۸ زره دولتي او خصوصي ښوونځي او ښوونیز مرکزونه فعالیت کوي.
د اسلامي امارت وياند همداراز زياته کړې چې د ښوونکو او اړوندو ادارو د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره په بېلابېلو برخو کې زرګونه روزنیز سیمینارونه جوړ شوي دي.

