ډېر لوستل شوي

مولوي ذبيح‌الله مجاهد: تېر يوه کال کې ۱۱۰ زره او ۶۴ تحصیلي اسناد وېشل شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په څلورم مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي، د لوړو زده‌کړو وزارت د تېر يوه کال په ترڅ کې فارغو زده‌کړيالانو ته ۱۱۰ زره او ۶۴ تحصیلي اسناد وېشلي دي.

د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد له قوله ويلي چې په همدې موده کې د هېواد په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې شاوخوا ۲۱۲ زره زده‌کړيالان پر لوړو زده‌کړو بوخت وو او د استادانو د مسلکي وړتیا د لوړولو لپاره ۱۵۸ روزنیز پروګرامونه جوړ شوي دي.

د مولوي ذبيح‌الله مجاهد په وينا، په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا نوي پروګرامونه هم رامنځته شوي، ۲۲ پراختیايي پروژې پلې شوې او د انجینرۍ، کمپیوټر ساینس او د مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې ۶۳۳ نوي بستونه ایجاد شوي دي.

ښاغلي مجاهد زياته کړې چې د هېواد په کچه ۱۵۵۵ ممتاز فارغان هم په دولتي ادارو کې د ګومارنې لپاره نومول شوي دي.

اړوند خبرونه