ډېر لوستل شوي

“د کانکور ۵۳ ازموينو کې ۱۸۹ زره او ۱۶۹ کسانو ګډون کړی”

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په څلورم مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي، د ازموینو عمومي ادارې په تېر يوه کال کې په ټول هېواد کې ۵۳ د کانکور ازموینې اخیستې چې شاوخوا ۱۸۹ زره او ۱۶۹ داوطلبانو پکې ګډون کړی دی.

د اميد راډيو خبريال په ياد کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، د کانکور ازموینې د پروسې د اسانتیا لپاره د نوم‌لیکنې فورمه انلاین شوې چې داوطلبان کولای شي پرته له حضوري مراجعې فورمه ترلاسه کړي.

همداراز، د شکایتونو د ثبت بهیر هم انلاین شوی او ثبت شویو شکایتونو ته د درې کاري ورځو په موده کې رسېدنه کېږي.

مولوي ذبيح‌الله مجاهد وايي چې د ټرانسکرېپټ او د علماوو د سویې د تثبیت اسنادو د بشپړولو موده له ۱۴ ورځو څخه ۷ ورځو ته راکمه شوې ده.

همداراز، د دولسم ټولګي د فارغانو د نوم او شهرت د اصلاح پروسه له اوو ورځو څخه درې کاري ورځو ته راټیټه شوې ده.

اړوند خبرونه