د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په څلورم مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې په تېر يوه کال کې ۹ ښوونیز مرکزونه ترمیم او بیارغولي او په سرپل، نیمروز، کندوز، غور او بادغیس ولایتونو کې یې د نابینایانو او کڼو کسانو لپاره پنځه ځانګړي ښوونیز مرکزونه جوړ کړي دي.
د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي چې په یاد موده کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې ټولټال ۷۷ زره او ۸۸۵ کسان پر زدهکړو بوخت وو چې له ډلې یې ۳۱ زره او ۷۷۳ تنه په لیسو او ۴۶ زره او ۱۱۲ تنه په تخنیکي او مسلکي انسټيټېوټونو کې شامل وو.
مولوي ذبيحالله مجاهد زياته کړې، په ځانګړو ښوونیزو مرکزونو کې ۳ زره او ۴۷۰ نابیناوو او کڼو کسانو زدهکړې ترلاسه کړې او ۱۱ زره او ۹۱۰ کسانو د حرفوي زدهکړو له پروګرامونو ګټه اخیستې ده.
د ښاغلي مجاهد په وينا، له روزنیزو مرکزونو څخه ۸۱۲ فارغان په امارتي ادارو او شرکتونو کې ګومارل شوي او له ۱۰ زرو ډېرو فارغانو ته د عملي تجربې ترلاسه کولو لپاره د کار زدهکړو زمینه برابره شوې ده

