د افغانستان برېښنا شرکت وایي، هېواد ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا د دغه هېواد په خاوره کې د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې ده.
ياد شرکت نن پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د دې ستونزې له امله د بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات او سمنګان ولایتونو د برېښنا جریان اغېزمن شوی دی.
سرچينه ليکي، د برېښنا بېرته نښلولو لپاره د ترکمنستان له «ترکمن انرګو» شرکت سره د ستونزې د حل په موخه همغږي روانه ده.
سرچينه زياتوي، د افغانستان برېښنا شرکت له ازبېکستان سره خبرې کړې، څو د بدیلې برېښنا له لارې بلخ، شبرغان، میمنه، سرپل او سمنګان ته برېښنا ورسول شي.
د برېښنا شرکت په خبره، د ازبېکستان لوري د بدیلې برېښنا د برابرولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

