د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ، د مؤسسو له استازو سره د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ ناسته ترسره شوې ده.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په دې ناسته کې ملا عبداللطیف منصور ټینګار کړی چې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې دې هغو سیمو ته لومړیتوب ورکړل شي چې د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.
نوموړي ویلي، پراختیايي پروژې باید د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ پلې شي او د همکارو مؤسسو ترمنځ دې همغږي لا پیاوړې شي، څو شته امکانات په اغېزمن ډول وکارول شي او خلکو ته اړین خدمات پر وخت ورسېږي.

