ډېر لوستل شوي

د نیلي – اشترلي سړک رغنیز کارونه پیل شوي 

د ټولګټو وزارت د یاد وزارت له لوري په دایکنډي ولایت کې د نیلي – اشترلي سړک د ترمیم او جغل‌اچونې پروژې د چارو له پیلېدو خبر ورکړی دی.  

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس وایي چې دا پروژه پروژه د ۶ میلیون ۶۹۹ زره افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې وه او چارې یې د ځایي مسوولینو په شتون کې پیل شوې دي.  

ښاغلي حق‌شناس لیکلي چې دا سړک د «دهن قوچنقي» سیمې څخه پیلېږي او د اشترلي ولسوالۍ د «بند مازار» تر سیمې پورې غځېږي چې ۵ کیلومتره اوږدوالی لري او اشترلي ولسوالۍ د ولایت له مرکز سره نښلوي.

د خبرپاڼې له مخې چې د دې پروژې چارې به د ۵ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

د ټولګټو وزارت ویاند دا هم لیکلي چې د دغه سړک د چارو په بشپړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي او همدارنګه روغتیايي خدمتونو، ښوونیزو مرکزونو او بازارونو ته د خلکو لاسرسي او د کرنیزو محصولاتو د اسانه لېږد زمینه برابره شي.

اړوند خبرونه