ډېر لوستل شوي

نورستان کې سیلابونو او اسماني تندر ځاني او مالي زيانونه اړولي

د نورستان امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د وانټ ولسوالۍ اړوند په اشوو کلي کې تېره ورځ ماښام ناوخته د بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې د څلور کورونو سربېره یې ځاني زیان هم اړولی دی.

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ ویاند محمد حسن ثاقب وايي، د سیلابونو له امله تر دې دمه د یوه ماشوم او دوو ښځو جسدونه موندل شوي او د پاتې کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د ځايي چارواکي زیاتوي، د پارون ښار په چاتراس لوړه سیمه کې اسماني تندر هم را لوېدلی چې له امله یې دوه کسان ټپیان شوي او ۲۲ څاروي له منځه تللي دي.

اړوند خبرونه