ډېر لوستل شوي

د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې غونډه کې د توکو د بیو او کیفیت پر کنټرول بحث شوی 

د ریاست‌‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې غونډه کې په هېواد کې د توکو د بیو او کیفیت پر کنټرول بحث شوی دی. 

اقتصادي معاونیت لیکلي، د موضوع له هراړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه شوې چې په ولایتونو او ولسوالیو کې دې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د مستهلکینو جوړې شوې کمېټې د همدې وزارت له لوري د جوړ شوي لارښود په رڼا کې او په کابل ښار کې دې د کابل ښاروالۍ په مشرۍ جوړه شوې کمېټه د توکو د بیو کنټرول په برخه کې خپل مسوولیت په لا جدي ډول ترسره کړي.  

د خبرپاڼې له مخې، همدارنګه د توکو د کیفیت کنټرول په برخه کې پرېکړه شوې چې د هېواد په سوداګریزو بندرونو کې د روغتیا وزارت خوړو او درملو معینیت او وارداتي توکو د کیفیت کنټرول په برخه کې د معیار او کیفیت اداره خپل فعالیتونه لا پياوړي کړي.

په غونډه کې همداراز بحث شوی چې د دې ترڅنګ دې د تعرفې کمېټه په هغه صورت کې پر وارداتي توکو تعرفې زیاتې کړي چې په کور دننه د ورته داخلي تولیداتو د کمیت اثبات تر څنګ کیفیت هم پر منل‌شویو معیارونو برابر وي.

اړوند خبرونه