ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالسلام حنفي: د روغتونونو د روغتیايي خدمتونو بیې به کنټرول شي

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د خصوصي روغتونونو درجه‌بندي به د روغتیايي خدمتونو د بیو په کنټرول، د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو او د خصوصي روغتونونو ترمنځ د سالم رقابت په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

د اميد راډيو خبريال «د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ پروسې د پایلو د اعلان په موخه جوړې شوې غونډه کې» د ښاغلي حنفي په حواله ویلي، د روغتیايي خدمتونو د بیو په اړه ځینې شکایتونه وو چې له يادې پروسې سره به د بیو کچه کنټرول او د روغتونونو د خدمتونو له معیار سره برابره شي.

د نوموړي په وینا، خصوصي روغتونونه په درېیو کټګوریو، لومړۍ، دویمې او درېیمې، وېشل شوي او د هرې کټګورۍ لپاره بېلابېلې بیې ټاکل شوې چې ورسره به د روغتونونو ترمنځ سالم رقابت هم رامنځته شي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې چې اسلامي امارت هڅه کوي د هېواد په کچه په ټولو ولسوالیو کې لږ تر لږه یو روغتون وي، څو هېوادوال روغتیايي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ولري.

اداري مرستيال همداراز له افغان متخصصینو غوښتي چې له هېواده بهر هم د خپلو هېوادوالو د درملنې په برخه کې ونډه واخلي.

اړوند خبرونه