د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو ۲۵۵ کورنۍ چې ۱۷۵۵ غړي لري، خپل هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، په همدې موده کې ۴۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۲۲۶۰ کسان کېږي، خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
همداراز، له ۳۱۸ کورنیو سره ټولټال ۲۷ میلیونه افغانۍ مالي مرسته شوې، ۲۷۴ سیمکارټونه وېشل شوي او راستنېدونکو ته زرګونه خوراکي توکي، روغتیايي او نور اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.
د راپور له مخې، یوازې په اسلامکلا او تورخم کې سلګونه ناروغان هم درملنه شوي دي.

