ډېر لوستل شوي

خوست کې هغه کس نيول شوی چې د تفریح په موخه یې د راکټ ډز کړی و

د خوست امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست هغه کس نیولی چې څو ورځې وړاندې یې د مېلې او تفریح په موخه د راکټ د ډزو ویډیو خپره کړې وه.

د یاد وزارت ویاند مولوي سیف‌الاسلام خیبر نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې پېښې په تړاو به له بشپړو څېړنو وروسته دوسیه د نورو قانوني اجرااتو لپاره اړوند قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

هغه لیکلي: «له وسلو سره لوبې کول، د هغوی ناسم استعمال او یا له قانوني اصولو او ټاکل شویو معیارونو پرته ترې ګټه اخیستل، نه یوازې د جدي امنیتي او قانوني مسؤولیتونو سبب کېږي، بلکې له اخلاقي پلوه هم ناسم عمل دی.»

ده زیاته کړې، هېڅوک حق نه لري چې له وسلو څخه د تفریح، نندارې او یا نورو نامناسبو موخو لپاره استفاده وکړي.

د راپورونو له مخې، یاد کس د خوست صبریو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او په یوه غرنۍ سیمه کې یې د ډزو ویډیو ثبت او په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده.

اړوند خبرونه