د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د قرغیزستان هیواد د ورزش ادارې په رسمي بلنه یاد هېواد ته د سفر په ترڅ کې د روسیې د ورزش له وزیر میخایل دیګتیاریوف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو ورزشي همکاریو پر اړه خبرې کړې دي.
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ د ورزشي اړیکو د لا پیاوړتیا، په ورزشي سیالیو کې د ورزشکارانو د ګډون او همداراز د افغانستان د ورزش د لا پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.
سرچينه لیکلي چې مولوي احمدالله وثیق د قرغیزستان په کوربهتوب د «نومېډیک ګېم» یا قبیلهوي سیالیو د پرانیستې په غونډه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته سفر کړی دی.
د قبیله وي سیالیو شپږم پړاو د ۱۰۶ هېوادونو په ګډون د قرغیزستان په کوربهتوب په بشکیک ښار کې ترسره کېږي، چې د اګسټ پر ۳۱مه پیل شوي او د سپټمبر تر اوومې نېټې به دوام وکړي

