د معیار او کیفیت اداره وایي چې د معیارونو د اغېزمن پلي کولو او د ودانیزو توکو د کیفیت د خوندي کولو په موخه حیرتان بندر کې ۴۸۰ ټنه کمکیفیته سمنټ بېرته ګرځول شوي دي.
د دې خبرپاڼې له مخې چې یاد ودانیز توکي د دې ادارې د فني کارکوونکو لهخوا غیرمعیاري وپېژندل شو او د هېواد بازارونو ته یې د راننوتلو مخه ونیول شوه.
د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول او تثبیت بهیر په شفاف، منظم او قاطع توګه دوام لري او د بېکیفیته او غیر معیاري توکو د مخنیوي په برخه کې به هیڅ ډول نرمښت ونه کړي.

