له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېیسون وايي، په دې وروستیو کې داسې خبرونه خپاره شوي چې د ځینو ګاونډیو هېوادونو له خوا یو شمېر افغانانو ته، د دې په خاطر چې ګواکې په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دي، په استثنايي او امتیازي ډول یاد هېواد کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده.
سرچينه لیکی، له افغان شخصیتونو سره د اړيکو کمېیسون په پوره وضاحت او پرېکنده دريځ سره څرګندوي چې په افغانستان کې د هېڅ افغان ژوند ته خطر نه دی متوجې او افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی.
د یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي: «اوس له هیچا سره د تېرو کړنو حساب نه کیږي او له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون ثابته کړې، چې هیواد ته راستانه شوي افغانان په افغانستان کې ارام او مطمین ژوند لري او یاد کمېسیون یې د حقونو بشپړ ملاتړی دی.»
سرچينه زیاتوي، یاد کمېسیون یو ځل بیا پر ټولو افغانانو غږ کوي، «افغانستان د دوی خپل کور دی او ټول حقونه به یې دلته په ښه ډول خوندي وي او د وطن په غېږ کې دې ارام ژوند غوره کړي.»

